د اسراییلو حکومت له څو میاشتو وروسته د زیکیم ځمکني بندر بیا پرانیست چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د داخلېدو لپاره کارول کېږي.
د اسراییلو د پوځ اړوند د «دولت د فعالیتونو د همغږۍ قطعې» په وینا، د مرستو د تېرېدو امنیتي پلټنې به د دفاع وزارت اړوند «د ځمکنیو بندرونو ادارې» پر غاړه ولري. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګروملتونو سازمان او نور نړیوال بنسټونه به د مرستو د وېش مسوولیت واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زیکیم بندر د غزې په شمالي برخه او د سمندر ترڅنګ موقعیت لري او تر ډېره د شمالي سیمو د بشري مرستو د انتقال لپاره کارول کېږي. دغه بندر په تېرو میاشتو کې د ګڼو خونړیو پېښو شاهد پاتې شوی چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د مصر، قطر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب د حماس او اسراییلو ترمنځ د روان کال د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند له تړون وروسته، پرېکړه شوې چې هره ورځ ۶۰۰ لارۍ مرستې غزې ته داخلې شي، څو د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.