Asset 1SWN

یو‌اېن‌ډي‌پي: له لسو افغان کورنیو ۹ یې لوږې یا پور ته اړ دي

عکس: رویټرز

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اقتصادي بیا رغونه له سختو ننګونو سره مخ ده او په وینا یې، د هېواد لسو کې نهه کورنۍ د لوږې، پورونو او د شتمنیو د پلور له لارې د ژوند تېرولو ته اړ شوې دي.

راپور څرګندوي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۴.۵ میلیونه افغانان چې ډېری یې له ایران او پاکستانه راستانه شوي، بېرته هېواد ته راغلي دي.

د دې ناڅاپي ستنېدنې له امله د افغانستان نفوس شاوخوا لس سلنه زیات شوی او دا وضعیت اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته تر ټولو سخت اقتصادي بحران ژور کړی دی.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې دا زیات شمېر بېرته‌ستنېدونکي، د زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ له امله رامنځته شوې ویجاړۍ او د عامه خدمتونو کمزوری سیستم د افغانستان د بشري وضعیت د لاخرابېدو لامل ګرځي.

د راپور له مخې، یوازې سږکال شاوخوا ۸۰۰۰ کورونه د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي او دولتي بنسټونه «له خپل حده زیات فشار» لاندې راغلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


رویټرز خبري اژانس د یو‌این‌ډي‌پي‌ له قوله نن چهارشنبه، نومبر ۱۲مه، راپور ورکړی چې د ۴۸زرو څخه د زیاتو کورنیو په سروې کې ثابته شوې چې له نیمایي ډېر بېرته‌ستنېدونکي د خوراکي توکو د پېرلو لپاره له طبي درملنې تېر شوي او ۴۵سلنه یې لاهم د خلاصو چینو یا غیرمحافظه څاګانو څخه د څښاک اوبو څخه استفاده کوي.

راپور زیاتوي چې نږدې ۹۰سلنه بېرته‌ستنېدونکي افغانان په پورونو کې ښکېل دي چې د هغوی د پور اندازه له ۳۷۳ تر ۹۰۰ ډالرو پورې رسېږي؛ دا د هېواد د اوسط میاشتني عاید (نږدې ۱۰۰ ډالر) له پنځو برابرو ډېره ده او د سرانه ناخالص تولید نږدې نیمایي برخه جوړوي.

په هغو سیمو کې چې د بېرته‌ستنېدونکو شمېر ډېر دی، هر ښوونکی د ۷۰ تر ۱۰۰ زده‌کوونکو د زده‌کړې مسوول دی، شاوخوا ۳۰سلنه ماشومان کار ته اړ شوي او د بېرته‌ستنېدونکو وزګارتیا ۹۵سلنې ته رسېږي.

د UNDP د موندنو له مخې، د دغو کورنیو منځنی میاشتنی عاید ۶۶۲۳ افغانۍ (نږدې ۱۰۰ ډالر) دی، په داسې حال کې چې د کورونو کرايې درې برابره شوې دي.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام دې تازه راپور ته تراوسه د اسلامي امارت حکومت کوم غبرګون نه‌دی ښودیل، خو له دې وړاندې یې، ورته راپورونو په ځواب کې ویلي چې هېواد کې اقتصادي وضعیت مخ پر ښه‌کېدو روان دی او دوی د وزګارتیا کچې ټيټېدو لپاره اغېزمن پروګرامونه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام