له ۳۲ ځوانانو (۱۶ نجونو او ۱۶ هلکانو) او یوشمېر ټولنپوهانو سره د «سلام وطندار» د مرکو پایلې ښيي چې په افغانستان کې د نسلونو واټن په ښارونو کې تر کلیو په پرتله ډېر ژور دی؛ هغه ځای چې تکنالوژۍ، ټولنیزو شبکو او د ژوند نوې بڼې د ځوانانو نړۍ له خپلو پلرونو او مېندو جلا کړې ده.
ټولنپوهان وايي، دا فکري واټن د سواد کچې، ټکنالوژۍ ته د لاسرسي او د ژوند د تجربو د توپیر په نتیجه کې رامنځته شوی دی. د ښارونو ځوانان له بېلابېلو کلتورونو، انټرنټ او نويو ارزښتونو سره بلدتیا پیدا کوي، خو پلارونه او مېندې یې لاهم د تېر نسل په دودونو او باورونو ټینګار کوي.
دوی باور لري چې نن سبا پلارونه او مېندې په خپل ماشومتوب او ځوانۍ کې انټرنټ، موبایل او ټولنیزو شبکو ته لاسرسی نه درلود؛ خو د دوی اولادونه په داسې نړۍ کې لوی شوي چې معلومات، کلتورونه او د ژوند بېلابېل سبکونه یوازې د یوه کلیک په واټن کې لري.
محبوبالله موحد، ټولنپوه، د پلارونو، مېندو او اولادونو ترمنځ نسلي توپیر یوه داسې پېښه بولي چې په ښاري سیمو کې د کلیوالو سیمو په پرتله ډېره څرګنده ده. د هغه په باور، دا توپیرونه د سواد، ټکنالوژۍ ته د لاسرسی او عامه پوهاوي سره تړاو لري.
هغه وویل: «په ښارونو کې خلک د لوړ سواد، د انټرنټ پراخه کارونې او د بېلابېلو کلتورونو سره د اشنايۍ له امله د فکري او فرهنګي بدلونونو په وړاندې زیات پرانستې دي. په مقابل کې، په کلیو کې د سواد کچه او د معلوماتو منابعو ته لاسرسی ټیټ دی، او خلک زیاتره د پخوانیو دودونو او باورونو پابند پاتې کېږي.»
بل ټولنپوه شعیب احمدي با د ژوند چاپېریال په نسلي توپیرونو کې د زیاتېدو په رول ټینګار کوي. هغه وايي چې په ښارونو کې ځوانان زیات د ټولنیزو شبکو، نوې ټکنالوژۍ او نوې ژوند لید سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې په کلیو کې د نویو منابعو محدود لاسرسي له امله نسلونه یو بل ته ډېر ورته دي او توپیرونه لږ لیدل کېږي.
هغه وویل: «دا توپیرونه په ښارونو کې ډېر څرګند دي؛ ځکه هغه ځوانان چې په ښارونو کې ژوند کوي، له ټولنیزو شبکو، ټکنالوژۍ او د عصري پرمختګونو سره اشنا دي، او دا خپله د پلارونو او اولادونو ترمنځ د نسلي واټن لامل کېږي.»
عبدالله ریحان، یو بل ټولنپوه، وايي چې د نسلونو ترمنځ د نظر توپیر طبیعي دی او د دوی د وخت له شرایطو سرچینه اخلي. د هغه په باور، پخواني نسلونه زیات د دودیزو ارزښتونو، د کورنۍ پر اساس ارزښتونو او عرفي قوانینو پابند وو؛ خو نن سبا نسل چې له نړۍ سره پراخه اړیکه لري، زیات د فردي استقلال، د انتخاب ازادي او ځان څرګندونې اهمیت ته ګوري.
هغه وویل: «پخواني نسلونه د دودیزو، کلتوري او ټولنیزو رواجونو په اړه فکر کاوه، خو نوی نسل د مدرن کیدو، د ټکنالوژۍ پرمختګ او فردي ازادیو په لور روان دی. دا توپیرونه د پلارونو او اولادونو په جامو، ټولنیزو اړیکو، د زدهکړې طریقو، د اولاد روزنې او حتی د دیني او مذهبي مسایلو په لیدل کې څرګندیږي.»
ټولنپوه ضیا نیکزاد ټینګار کوي چې نسلي توپیر یوازې د عمر د توپیر پورې محدود نه دی، بلکې په سیاسي، کلتوري او ټولنیزو بسترونو کې رامنځته کېږي او ژورېږي. «هغه والدین چې په دودیزه فضا او د ځانګړو سیاسي یا کلتوري باورونو سره لوی شوي، داسې لیدلوري او ارزښتونه لري چې ممکن د نوي نسل سره چې په خلاصه فضا کې، له معلوماتو لاسرسی لري او د نړیوال کلتور اغېز یې ترلاسه کړی، همغږي ونلري. ځوانان بدلونونه ژر مني، خو پخوانی نسل د بدلونونو په وړاندې مقاومت کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کارپوهانو شننې ښيي چې د پلارونو، مېندو او ځوانانو ترمنځ د نسلي واټن په افغانستان کې د ځوانانو د ریښتینې کیسو له لارې په څرګنده توګه لیدل کېږي.
له ۳۲ ځوانانو سره د «سلاموطندار» مرکې ښيي چې دا واټن یوه واقعیت دی چې د ځوانانو راتلونکې، هیلي او حتی کورنۍ اړیکې اغېزمنې کړې دي. له استعدادونو د محرومیت، د زدهکړې محدودیت، د جبري ودونو څخه نیولې، د خپلواکه ژوند د نشتوالي محدودیتونو پورې؛ دغه ځوانان د پلارونو او مېندو سره د نظر د توپیر له امله دروند قیمت ورکړی دی.
چرخي چې ځان پلار سره د نسلي واټن قرباني بولي، وايي: «د نظر د توپیر له امله چې زما او پلار مې ترمنځ وو، اجازه را نه کړه چې فوټبال وکړم او تل به مې ویل درسونه دې وکړې. دا سبب شو چې ډېر وخت پټ فوټبال وکړم، او هغه استعداد چې په فوټبال کې مې درلود، سرکوب شو.»
نازنین رسولي چې ځان د نیکه سره د نسلي واټن قرباني بولي، وايي: «نیکه مې هېڅکله زموږ د کورنۍ ښځو ته د زدهکړې اجازه ورنکړه؛ ځکه د هغه نظر دا و چې ښځه باید په کور کې کار وکړي، په کور کې پاتې شي، د کور د چارو مهارتونه زده کړي او واده وکړي.»
کوثر وايي چې د پلار سره د نظر توپیر د هغې لهخوا د بورسيې د تعقیب څخه د لاسوهنې سبب شو. «د همدې نظر توپیر او د پلار او زما ترمنځ د نسلي واټن له امله ما ماستري ته د تګ پرېکړه ونه کړه. پلار مې د یوې نجلۍ د بهرنیو هېوادونو سفر ننگ او شر ګڼلو او دا سبب شو چې زه له خپلو ډېرو موخو لرې پاتې شم.»
مجتبی بل ځوان، وايي چې د هغه او مور ترمنځ نسلي توپیر حتی د کورنۍ د ژوند طرز هم اغېزمن کړی دی. هغه زیاتوي چې په دودیز باور کې، هلکان باید واده وروسته له پلار، مور، وروڼو او خویندو سره یوځای ژوند وکړي؛ خو نوی نسل د دې موضوع مخالف نظر لري.
نوموړي وویل: «زه غوښتل چې له خپلې میرمنې سره خپلواکه او جلا ژوند ولرو؛ خو د مور نظر دا و چې په لومړیو کلونو کې باید یو زوی او میرمن یې د خسر کورنۍ سره ژوند وکړي او حق نلري چې په پیل کې خپلواکه ګډ ژوند ولري.»
عایشه چې کورنۍ یې په کلي کې ژوند کوي، وايي، د دوی د نظر له مخې باید نجلۍ په دودیزه توګه واده وکړي؛ خو هغې د کورنۍ له مخالفت سره سره، دودیز واده ونه کړ. «کورنۍ مې غوښتل چې زه د چا سره واده وکړم او د یوې مسلمانې او افغانې نجلۍ په توګه مې باید اعتراض نهوای کړی؛ خو ما ونه منله او له هغه چا سره مې واده وکړ چې زموږ نظرونه سره برابر وو چې دې زما او د کورنۍ ترمنځ لوی واټن رامنځته کړ.»
د پلارونو، مېندو او اولادونو ترمنځ واټن نه یوازې په دنده او زدهکړه کې څرګندیږي، بلکې په لباس، ټولنیزو اړیکو، واده او حتی د دین په لیدلورو کې هم لیدل کېږي. ارواپوهان وايي، دا واټن ځوانانو کې د فشار، اضطراب او هويیت د بحران سبب کېږي او د کورنۍ مینه ته ګواښ پېښوي.
ارواپوه شرفالدین عظیمي، ټینګار کوي چې د نسلونو ترمنځ د خبرو او عاطفي پوهې نشتوالی ځوانان د مجازي نړۍ، ناسالمو ملګرو ډلو او حتی مخدره موادو او جرمونو په لور سوقوي. «هغه اولادونه چې د پلارونو او میندو سره د فکر او باور په تضاد کې ژوند کوي، له شاوخوا ۳۰ سلنه فشار او اضطراب سره مخ دي. د نسلي واټن یوه ستره ستونزه د هويّت بحران او رواني ګډوډي ده چې په ځوانانو کې منځ ته راځي، او د والدینو او اولادونو ترمنځ واټن د کورنۍ مینه او صمیمیت له منځه وړي.»
د امربالمعروف او نهې عمنالمنکر وزارت مسوولان وايي چې زیاتره ټولنیزې ستونزې د ناپوهۍ او ټیټې سواد کچې له امله رامنځته کېږي؛ له همدې امله، د دې وزارت مسوولان تل هڅه کوي چې د دودونو، عنعناتو او ناسم کلتور له امله د کورنیو ترمنځ رامنځته شوي اختلافات کم کړي او خلکو ته پوهاوی ورکړي.
د دې وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر وايي: «د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د علماوو، قومي مشرانو او تحصیلکړو شخصیتونو په همکارۍ هڅه کړې چې په هر ولایت او ولسوالي کې د خلکو د پوهاوي لپاره سمینارونه او برنامې ترسره کړي. ټول خلک مسوول دي چې د ټولنیزو ستونزو په کمولو کې برخه واخلي. موږ هغه وخت کولی شو د کورني تاوتریخوالي، شخړو او اختلافاتو څخه ځان وژغورو چې خلک په خپلواکه توګه خپلو مشروع حقوقو او آزادۍ ته لاسرسی پیدا کړي.»
د ټکنالوژۍ د پراختیا، فرهنګي او ټولنیزو بدلونونو له امله، د نسلونو ترمنځ د نظر توپیر زیات شوی دی. د پلارونو، مېندو او اولادونو ترمنځ نسلي واټن په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په ښارونو کې، یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.
ټکنالوژي، ښاري ژوند او د ژوند د تجربو توپیر د ځوانانو نړۍ له پلارونو او میندو جلا کړې، او دا واټن نه یوازې د ځوانانو راتلونکې ته ګواښ پېښ کړی، بلکې د رواني روغتیا او کورنۍ مینې لپاره هم خطرناکه شوې ده.