Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې څه باندې ۲۰۰زره څاروي واکسین شوي

1000300100

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د یادو واکسینونو د تطبیق موخه د ژمي له پیل وړاندې د پروتوزوایي ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د مالدارۍ سکتور ته د سالمې ودې زمینه برابرول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ کول دي.

د دې واکسینونو له ډلې څخه ۸۰ زره د طاعون، ۸۵ زره د چنجیو ضد او ۴۲زره د لیونتوب واکسینونه دي چې ټول په یوه میاشت کې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې تطبیق شوي دي.

د مالدارۍ مریت عمومي مدیر ډاکټر توریالي قیام وویل: «دا واکسین کمپیاینونه د مالدارانو د غوښتنو او موسمي بدلونونو له امله پیل شوي دي. په موسمي تغیر کې دا ډول اقدامات د څارویو د ژغورنې او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره ډېر ګټور تمامېږي. دا کمپاینونه دملاتړ بنسڼونو په مالي او تخنیکي    همکارۍ ترسره شوي.»

بل‌خوا د سیمې مالداران د دغو پروګرامونو هرکلی کوي او دا یې د خپلو څارویو د ساتنې لپاره یو مهم ګام بولي.

محمدعیسی چې د کندهار یو مالدار دی، وايي: «زه د زراعت ریاست او ډي‌اېس‌اې موسسې څخه خوشحاله یم، زموږ څاروی یې د لیونتوب له ناروغۍ وژغورل.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه یو بل مالدار عبدالسلام زیاتوي: «دا ډېر ښه کار شوی چې د زراعت ریاست او ډي‌سې‌اې موسسې زموږ د څارویو لپاره د واکسین زمینه برابره کړه. څه موده مخکې یې د چنجیو ضد واکسین هم راکړ.»

چارواکي ټینګار کوي چې دا ډول وقایوي اقدامات نه‌یوازې د ناروغیو خپرېدل راکموي، بلکې د مالدارۍ سکتور ته عملي ملاتړ هم برابروي او د کندهار د اقتصاد د ودې لپاره مهم رول لري.

د FAO او اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ دا کمپیاینونه د کندهار د مالدارانو د غوښتنو پر بنسټ ترسره شوي، چې تمه ده د ژمي په اوږدو کې د څارویو د مړینې کچه راټیټه او د مالدارۍ سکتور ته نوې وده ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام