Asset 1SWN

له پاکستان څه باندې ۱۴زره افغانان راستانه شوي

4 کډوال پاکستان

له پاکستان څخه د ناقانونه افغانانو د ایستلو په لړ کې چارواکي وايي چې یوازې پرون چهارشنبه، لړم ۱۴مه، له دغه هېواده ۱۴زره او ۵۷۷ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کسان له تورخم او سپین‌بولدک او د هلمند له بهرامچې څخه هېواد ته راغلې دي.

چارواکي وايي چې دا کسان بې له کوم ټاکلي سرپناه او مرستو افغانستان ته ستنېږي او ډېری یې ښځې، ماشومان او ناروغان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې، د ایران له لوري هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر روان دی. د رسمي معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۳ افغانان د اسلام‌قلعه او پل‌ابریشم له بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي. د دوی ډېری کسان هغه بېرته راستنېدونکي دي چې د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله  نیول شوي او بېرته افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

په ورته مهال د کډوالو د څار بنسټونه اندېښنه څرګندوي چې د ژمي په نږدې کېدو سره که بیړنۍ سرپناه، تودې جامې او لومړنۍ مرستې برابرې نه‌شي، د بې‌ځایه او راستنېدونکو کورنیو ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام