Asset 1SWN

جاپان کې د یږو بریدونه؛ ۱۲ کسان وژل شوي

ssssfsf

د جاپان حکومت د هېواد شمالي غرنیو سیمو ته د پوځ سرتېري استولي، څو له ځایي چارواکو سره د هغو یږو «خرس» په کابو کولو کې مرسته وکړي چې بې‌سارو بریدونو یې خلک وېرولي دي.

دا عملیات د اکیتا ولایت د کازونو له کوچني ښار څخه پیل شوي؛ هغه ځای چې په وروستیو میاشتو کې د یږو لیدلو پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکو ته له څو اوونیو راهیسې سپارښتنه کېږي چې له ځنګلونو لرې پاتې شي او د شپې له کوره ونه‌‌وځي.

د چاپېریال وزارت په وینا، له اپریل راوروسته تر اوسه په ټول جاپان کې له ۱۰۰ ډېر د یږو بریدونه ثبت شوي چې په‌کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د دې تلفاتو دوه پر درېیمه برخه په اکیتا او ایواته ولایتونو کې رامنځته شوي. یوازې په اکیتا کې د یږو یا خرس د لیدلو شمېر د تېرکال پرتله شپږ برابره شوی او له ۸۰۰۰ پېښو اوښتی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د وضعیت له خرابېدو وروسته، د ولایت والي تېره اوونۍ د ملي دفاع له ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه. استول شوي سرتېري په زرهي لباس، د خرس ضد سپرې او درنو فلزي وسایلو سمبال دي. هغوی د دامونو د نصب او څارنې دنده لري او که اړتیا پېښه شي یږې مسلکي ښکارچیانو ته سپاري.

د کازونو ښاروال ویلي چې د پوځ حضور خلکو ته ډاډ ورکړی، ځکه ورځنی ژوند ګډوډ شوی او ګڼ ټولنیز فعالیتونه لغوه شوي دي. په وروستیو اونیو کې خرس یا یږې ان د دوکانونو، اډو او د ګرمو اوبو مېلمن‎ځایونو ته هم ورننوتي دي.

د وېرې له امله ځینې ښوونځي هم لنډمهالي تړل شوي دي. کارپوهان وايي، د اقلیم بدلون او د کلیوالو سیمو د نفوس کموالی د یږو لپاره د طبیعي خوړو منابع کمې کړي او د انسان او خرس د مخامخ کېدو پېښې زیاتې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام