Asset 1SWN

غزه کې له اوربند سربېره فلسطینیان له لوږې سره مخ دي

reuters_68f0aace-1760602830

مرستندویه ادارې وايي چې د غزې لپاره د خوراکي توکو او نورو بشري توکو د رسولو هڅې له وخت سره ناسمې روانې دي او د اسرائیلي محدودیتونو له امله لاهم مرستې په بشپړ ډول سیمې ته نه شي داخلېدلی.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یوه لوړپوړي ویاندې د سه‌‌شنبې پر ورځ وویل، له هغه وخت راهیسې چې تېر میاشت د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند پلي شوی، د مرستو لېږد یو څه زیات شوی، خو یوازې دوه سرحدي دروازې پرانیستې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د عبیر عاطفې په وینا، دا وضعیت د مرستو اندازه په جدي ډول محدودوي.»

هغې زیاته کړه: «موږ بشپړ لاسرسی غواړو. موږ اړتیا لرو چې هر څه په چټکۍ سره حرکت وکړي. موږ د وخت پر ضد سیالي کوو. د ژمي ورځې راروانې دي، خلک لا هم له لوږې سره مخ دي، او اړتیاوې خورا زیاتې دي.»

غزه کې د اسراییلو له لوري لاهم د ورځې په کمه اندازه له خوراکي توکو بار موټرو ته اجازه ورکول کېږي چې دې جګړه‌ځپلې ښار ته ننوځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام