د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې د بگرام ولسوالي د چیکل کلي د څښاک اوبو د شبکې پروژه د ۹،۴۷۰،۴۶۹ افغانۍ په لګښت د یونېسف لهخوا تمویل او د یوې خصوصي ودانیزې موسسې له لوري پلي کېږي.
د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالصبور رویت، نن چهارشنبه (لړم ۱۴مه) سلاموطندار ته وویل چې د چیکل د اوبو شبکې پروژه کې څلور کیلومتره کیندنه او د پایپونو خښول، د ۱۰۱ شیردهنو نصب، ۱۴ د ۴۲۰ واټه سولر تختو نصب، د ۲۰ متر مکعبه اوبو ذخیزې جوړول او همدارنګه د کلینیک، ښوونځي او مدرسې په ساحو کې د ۹ تشنابونو جوړول شامل دي، څو د ټولنې د حفظالصحې کچه لوړه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې دا پروژه د یونېسف لهخوا تمویل، د یوې ساختماني کمپنۍ له لوري عملي کېږي او د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست یې د چارو څارنه کوي.
رویت ټینګار کوي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سلګونو کورنیو لپاره د پاکو څښاک اوبو اسانتیا رامنځته شي او لسګونو سیمهییز کارګرانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.