د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې دوی نه یوازې د منځني ختیځ بڼه بدله کړې، بلکې د خپل پوځ جوړښت یې هم بدل کړی دی.
هغه د دوشنبې پر ورځ د اختیاطي پوځ قومندانانو په کنفرانس کې وویل: «نور د مهار تګلاره شتون نهلري، موږ اوس مخکې له پېښو او په دوامداره توګه فعال یو.»
نتنیاهو د اسراییلي ځواکونو ستاینه وکړه او وویل هغه کسان چې د ځواک د کمزورۍ په اړه اندېښنه لرله، اوس پوه شول چې دا تصور یې ناسم و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، حکومت د جبري پوځي خدمت موده زیاته کړې او د احتیاطي ځواکونو د پیاوړتیا پرېکړه یې کړې ده. هغه وویل: «احتیاطي ځواک د پوځ اصلي ملا ده، موږ لوی او قوي پوځ ته اړتیا لرو.»
لومړي وزیر یو ځل بیا د حوثیانو او حزبالله پر ضد خبرداری ورکړ.
هغه وویل: «حوثیان لوی ګواښ دی او که اړتیا وي، د هغوی د لهمنځه وړو لپاره هر اقدام کوو. حزبالله په لبنان کې د خپل نظامي توان د بیا جوړولو هڅه کوي، خو اسراییل به اجازه ور نه کړي چې د دې هېواد پر ضد نوی ګواښ رامنځته شي. د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتز هم خبرداری ورکړی چې حزبالله «د اور سره لوبه کوي»
نتنیاهو له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړي، خو ډېری کله د نوموړي دغه څرګندونې دننه په اسراییلو او نورو هېوادونو له لوري غندل شوي دي.