د هرات ولایت د نفتو او ګازو د امارتي شرکت مسوولان وایي، د نفتو د تخلیې او وېش بهیر د اسانتیا لپاره نن (دوشنبه، د لړم ۱۲مه) د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د نفتو د لویو زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوي دي.
د یاد شرکت رییس سیدحفیظالله عاصم وايي، دا زېرمې به په لومړي پړاو کې د زر ټُنه ډیزلو او پټرولو د ساتلو وړتیا ولري او په راتلونکو پړاوونو کې به د دې ظرفیت څو چنده شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د دغو تاسیساتو په جوړېدو سره به د نفتو د لېږد او زېرمه کولو بهیر په هرات کې لاډېر اسانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم میاشتې په لومړیو ورځو کې شاوخوا شل واګونه د نفتو توکي د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته وارد شوي او ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې ۱۸۰ نور واګنونه هم هرات ته راورسېږي.