د بلخ روغتیايي چارواکي وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې د شوې زلزلې له امله څلور کسان مړه شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ نن دوشنبه، لړم دولسمه سلاموطندار ته ویلي چې د بېګانۍ زلزلې له کبله تراوسه د ابو علي سینا حوزوي روغتون ته د څلور کسانو جسدونه وروړل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ځدراڼ زیاته کړه چې زلزله کې ۱۲۰ کسان ټپیان شوي چې لاهم د ابوعلي سینا حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بېګاه شپه ناوخته یوې نسبتآ زورورې زلزلې ګڼشمېر ولایتونه ولړزول چې بلخ او سمنګان کې یې د ځاني تلفاتو سربېره، خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.