Asset 1SWN

سلام وطندار

غور کې د اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي

p

د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي، د لعل او سرجنګل په ولسوالي کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ادارې د رسنیو د دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌‌زاده وویل چې په دې پروژو کې (د ۵۰ متر مکعب په اندازه) د اوبو دوه ذخیزې، د ۱۲۰ شیردهنو او د ۱۳زره او ۵۰۰ متره پایپ غځونې جوړول شامل دي چې د دنګک او واراهو په کلیو کې پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې دا شبکې د ورلډ ویژن ادارې په مالي ملاتړ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په همغږۍ جوړېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غوثي‌زاده په وینا، له دغو پروژو به د بشپړېدو وروسته شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ د پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي چې دا کار به د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو په کمېدو او د خلکو د ژوند کیفیت په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د یادو شبکو په ساتنه او دوامداره کارونې کې به له ادارو سره همکاري کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام