Asset 1SWN

سلام وطندار

د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره شوي

اوسپنې پټلۍ- وسپنې پټلۍ- اورګاډی- رېل ګاډی

د هرات محلي مسوولان وايي، د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو واردات د تېرکال په پرتله پنځه برابره زیات شوي دي.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي د معلوماتو له مخې، هره ورځ نږدې دوه زره ټنه سوداګریز توکي، په ځانګړي ډول سمنټ او کاشي، د دې پټلۍ له لارې د هرات روزنک تم‌ځای ته رسیږي.

سعیدي زیاته کړه چې د بارونو د تخلیې بهیر هره ورځ په منظم ډول روان دی او ډېری وارد شوي توکي سمنټ، کاشي، اوسپنه، نفت او نور ساختماني مواد دي.

په ورته وخت کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس، بشیر محمدسیرت وايي، د پټلۍ کارول د وارداتو او صادراتو د اسانتیا لپاره تر ټولو غوره لاره ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره د دې پټلۍ له لارې د ډیزلو یوه جوپه د روزنک تم‌ځای ته راورسېده او ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ دویمه جوپه د تېلو هم له همدې لارې وارده شي.

د چارواکو د وینا له مخې، دامهال هره میاشت تر ۵۰ زره ټنه سوداګریز توکي د خواف–هرات د پټلۍ له لارې افغانستان ته واردیږي چې دا د سیمې د سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام