Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې ۳۰ ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

IMG-20251101-WA0034

د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې شاوخوا ۳۰ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي چې د دوی اړوند ټيمونو له‌خوا د ښار له هټيو او درملتونو راټول شوي وو، سوځول شوي دي.

د يادو درملو او توکو سوځولو پرمهال د پکتیا عامې روغتیا رییس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې یاد توکي دوی د اړوند ټيمونو له‌خوا د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د مرکز ګردېز په ګډون له زرمت، احمدابا او ځينو نورو ولسوالیو کې له درملتونو او دوکانونو راټول او د يو ګډ پلاوي په شتون کې سوځول شوي.

هغه دغه‌راز وويل چې د بې‌کیفیته تاریخ تېرو خوراکي توکو او درملو د پلور مخنيوی شوی او د زيانونو په تړاو يې پلورونکو او عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه يو ځل بيا د درملو او خوراکي توکو له پلورونکو غوښتنه وکړه چې د تاریخ تېر او بې‌کیفیته درمل او توکي دې نه پلوري.

د پکتيا يوشمېر اوسېدونکي هم د ښار له درملتونونو او هټيو څخه د بې‌کيفيته توکو او درملو په راټولو خوښي څرګندوي او له مسوولانو غوښتنه کوي چې دا پروسه دې لا چټکه کړي.

دوی وويل چې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې دې هم ټيمونه وګومارل شي، څو له درملتونو او هټيو څخه څارنه ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام