Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې ۷۷ رغنيزې پروژې بشپړې شوې

20251030_112509

د خوست ولايتي مسوولان وايي چې په نادرشاه کوټ ولسوالي کې ۷۷ رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د خوست د کليوبيارغونې او پراختيا رييس عنايت‌الرحمن جلالي د يادو پروژو د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې وويل چې يادې پروژې د ۱۵۵ ميليونه افغانی په لګښت د نادرشاه کوټ ولسوالي په ۶۵ کليو کې بشپړې شوې.

هغه دغه‌راز وويل چې په يادو پروژو کې کلیوالي سړکونه، سربندونه، کانالونه،اوبو حوزونه او استنادي ديوالونه جوړول شامل دي.

د جلالي په خبره چې يادې پروژې د کليو او پراختيا رياست تر چتر لاندې د يونپس(UNOPS)  موسسې په مالي لګښت د ټولنيز معيشيت پرګرام له لوري بشپړې شوې دي.

په يادو مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالله مختار بيا له موسسو غوښتنه وکړه چې په کليوالي سيمو کې دې داسې پروژې پلې کړي چې د بې کاري کچې کمولو کې مرسته وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نادرشاه کوټ ولسوالي اوسيدونکي هم د يادو رغنيزو پروژو په تطبيق خوښي څرګندوي وايي چې تر يوه حده به خلکو ستونزې ورسره حل شي.

د نادرشاه کوټ ولسوالي يو تن قومي مشر ثامين خان ځدراڼ وويل چې نادرشاه کوټ يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې په تېر کې ورته د بيارغونې په برخه کې هيڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

هغه له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د يادې ولسوالي اوسيدونکي د برېښنا، روغتيا او نورو رغنيزو برخو کې پروژو ته اړتيا لري.

يو بل قومي مشر المرخان هم وويل چې د يادو پروژو سربيره د لرې پرتو سيمو خلک لا هم د پاکو اوبو، استنادي ديوالونو او نورو پروژو تطبيق ته اړتيا لري.

د مالوماتو له مخې د يادو پروژو د تطبيق پر مهال سلګونه د سيمې خلکو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام