لوګر یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، تر ځمکې لاندې اوبو سطحې ټېټېدو له امله ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
دوي وايي، ډیری سیمو کې د څښاک پاکو اوبو څاه ګانې، کانالونه، چېنې او کاریزونه وچ شوي دي چې په دې سره د ځايي خلکو اندېښتې هم ډېري کړي دي.
هغوي له حکومت غوښتنه کوي چې په لوګر کې د اوبو مدیریت او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحې خوندي ساتلو په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په همدې برخه کې عملي پروژې هم پيل کړي.
د یاد ولایت اوسېدونکي حمیدالله وویل: «څاه ګانې وچې شوې دي، تر دې وړاندې به اوبه لس او دولس مترو کې وي، ولې اوس مهال سل متره ته ژورې شوې دي او ډيری سیمو کې خو حتی په سل میترو کې هم اوبه شتون نه لري، اوبه اکثر وخت نه پیدا کېږي بعضي ځایونو کې سل او اتیا مترو څاه ګانو کې اوبه شته ،کنه دوه سوه او یو نیم سل مترو څاه ګانې دي که له دې نورې هم ښکته کېږي نو دابه ډیره غټه ستونزه وي او ممکن یو بشري ناورین رامنځته شي.»
یوه بل اوسېدونکي حکیمالله: «د پخوا په پرتله که ووایمه نیم په نیمه یعني پخوا به چې کله په دیرش مترو کې یوه څاه اوبه ور کوله اوس په شپیتو مترو کې ور هم نه ورکوي، اوبه کمې شوې دي، د اوبو کمښت له امله مونږ له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو، کرکېلې برخه کې چې پخوا به مو ۳ جریبه،۴ جریبه ځمکه کرله ولې اوس یو جریبه هم نشو کرلی دا ځکه چې اوبه نشته، لاسي څاګانې چې پخوا مونږ وهلې وي،هغه وچې شوې دي، یعني بیخې کښته طرفه ته باندې روانې دي.»
بلخوا د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست رییس مولوي محمداسماعیل اخندزاده سلاموطندار ته وویل، تر ځمکې لاندې اوبو کمښت ستونزه نه یوازې ددې ولایت خلکو ته ستونزې رامنځته کړي بلکې د هیواد په کچه د ورستۍ وچکالۍ، اقلیمي بدلون او د ډېرو کروندګرو له لورې، د ژوروڅاګانو ایستنې او بې درېغه ګټې اخیستنې د اوبو سرچینې کمې یا وچې کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، تر ځمکې لاندې اوبو مدیریت، د اوبو سپما، له وچکالۍ سره مبارزه او همدارنګه له اوبو څخه د نامناسبې ګټې اخېستنې مخنیوی یې په کاري لومړیتوبو کې ځای لري.
هغه وویل: « په ټول افغانستان کې وچ کالي ده،ستونزې ډیر دي،خصوصآ په لوګر کې بیا ډیرې د اوبو ستونزې دي،زمونږ کوم پلان چې د اوبو لپاره مو ترتیب کړې ده، په راتلونکې کې څوک څاګانې وهي د اوبه د څښاک لپاره دي باید د څاه ترڅنګ بله څاه وکېندي او دا زمونږ شرط ده، او له دې سره اوبه را ژوندې کېږي او ور سره تغذیعه کېږي، هغه که د کورونو دچتونو اوبه وي ،د باران اوبه وي، او که د برمې ضایه شوې اوبه وي که دا بلې څاه ته ولویږي اوبه ږر سره را ژوندۍ کېږي»
اخندازه د لوګر پر اوسېدونکو په ځانګړې ډول کروندګرو غږ کوي چې په خپل سر د ژورو څاه ګانو کېندلو څخه ډډه وکړي او همداشان د کرکېلې پرمهال د اوبو سپما ته جدي پام وکړي.
نوموړي وویل که چیرې هیواد کې ورستۍ وچکالۍ او اقلیمي بدلون همداسې دوام پیدا کړي ډېرو سیمو کې به ترځمکې لاندې د اوبو سرچینې وچې شي چې شته ستونزو به نورې هم ډیري کړي.
نوموړي زیاته کړه: « د لوګر اوسیدونکي باید په معیاري ډول څاګانې وکیندي او له خلکو څخه مو غوښتنه ده،چې کوم اصول د څاګانو دي په همغه اصول باید تاسو ولاړ شئ،نو کومو سیمو کې چې غیر قانوني او غیري مسلکي څاګانې وهل کیږي، د هغو څاه ګانو مونږ په کلکه مخنیوی کړی ده، مونږ د لوګر ولایت د مرکز د لرو پرتو سیمو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوو چې له غیرې قانوني څاه ګانو کېندلو څخه ډډه وکړي او که څوک د څاه ګانو له اوبو د کرکېلې لپاره ګټه اخلي باید له قطرې سیستم څخه کار واخلي اوس مهال د لوګر ولایت سین وچ شوی ډيری کانالونه وچ شوي دي.»
د اوبو کمښت ستونزه یوه جدي او نړیواله موضوع ده، چې ډېری هېوادونه، په ځانګړي ډول افغانستان ورسره مخ دی.
د کارپوهانو په باور د باران کمښت، د تودوخې زیاتوالی، د واورې کموالی او د موسمونو ګډوډېدل د طبیعي اوبو سرچینې له منځه وړي او همدارنګه د اوبو بیځایه او ډېر لګښت هغه څه دي چې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه یې هم د پام وړکمه کړې.