سلاموطندار له ۲۴ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د مېرمنو دندې د کورنیو د مالي مدیریت په بریالیتوب کې د پام وړ ارزښت درلود.
مېرمنې نه یوازې د کورنیو د لګښتونو برابرولو کې مهمه ونډه لري، بلکې د سپما توان هم لري، خو وزګاره مېرمنې که څه هم اقتصادي پرېکړو کې فعاله ونډه لري، خو بې درامده مدیرانو باندې بدلې کړي چې مالي مدیریت یې د دوی لپاره په یوې پېچلې ستونزې بدل کړی دی.
د ۲۴ ښځو له ډلې چې مرکې ورسره شوي، پنځه یې د کور مالي چارې په بشپړ ډول اداره کوي، خو پاتې ۱۹ دا مسؤلیت له خپلو خاوندانو سره په ګډه مخته وړي. د موندنو له مخې، ۱۴ ښځې وتوانېدې چې لږترلږه څه سپما ولري، چې له دې ډلې اته دنده لرونکې؛ خو ۱۰ وزګاره ښځې هېڅ ډول سپما نهلري.
ټولې ښځې که شاغلې وي او که د کور ښځې دي، د کور د مالي پرېکړو په چارو کې فعاله ونډه لري؛ خو بېروزګارې، د بیو لوړېدل او کم عاید د دوی د سپما او مالي راتلونکي د پلان جوړونې تر ټولو لوی خنډونه ګڼل کېږي.
۳۳کلنه مرضیه د پنجشېر اوسېدونکې ده، وايي چې د خپل کور په مالي پرېکړو کې بنسټیز رول لري، خو د خاوند د بېکارۍ او کم عاید له امله یې تراوسه هېڅ ډول سپما نه ده کړې.
هغه زیاتوي: «ټوله مسؤلیت پر ما دی. هره ورځ د مصرف پرېکړې زه کوم، مېړه ته وایم دا شی راوړه او دا مه راوړه چې بېځایه مصرف نه شي. خو تر اوسه مو هېڅ پسانداز نه دی کړی، هماغه اندازه پیسې لرو چې ورځنی مصرف پرې کوو.»
سره له دې، ډېری ښځې ټینګار کوي چې که څه هم د کور د پیسو په مدیریت کې برخه لري، خو د بیو د لوړېدو، بېکارۍ او اقتصادي بېثباتۍ له امله کله ناکله له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
۳۲کلنه تهمینه منگل د کابل اوسېدونکې ده، هغه وايي، د کور د مالي چارو په اداره کې تر ټولو ستره ستونزه د بیو لوړوالی او د اقتصاد بېثباتي ده «زموږ د اوسني وخت تر ټولو لویه ننګونه د بیو لوړېدل دي. د نرخونو بېتعادلي او د اقتصادي ثبات نشتوالی دی — معلومه نه ده چې راتلونکې میاشت به کار ولرو که نه.»
۳۸کلنه شکیلا چکري د کابل اوسېدونکې ده او د کور د مالي چارو په مدیریت کې د کرایې د لوړوالي، ناڅاپي لګښتونو او د ماشومانو د اړتیاوو پېرلو ته په لویه ستونزه ګوري.
هغه وايي: «ستونزې ورځ تر بلې د بیو د لوړېدو له امله زیاتېږي. له بدهمرغه، د کور کرایه لوړه شوې ده. ناڅاپي لګښتونه شته لکه د دوا او ډاکتر مصرف. ځینې وختونه د ماشومانو ناڅاپي اړتیاوې وي یا د زینتي او خوړو هغه شیان چې بېضرورته وي؛ دا ټول اضافي لګښتونه دي.»
عزیزه، د کابل بله اوسېدونکې ده چې له خپل خاوند سره د کور لګښتونه په مساوي ډول برابروي. هغه وايي، د کار او مالي خپلواکۍ له امله یې تل د کور د مصارفو او مالي مدیریت په چارو کې فعاله ونډه لرلې ده.
هغې زیاته کړه: «زه خپله لاس خلاص لرم، ځکه له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته مې کار کړی دی. تر اوسه مې د خپلې پیسې نه مصرف کړی او چا راته پوښتنه نه ده کړې. له همدې امله مو د لوړو مصرفونو عادت کړی. هڅه مې وکړه چې دا عادت بدل کړم، خو متاسفانه انسان چې یو ځل یوې کچې ته عادت شي، بیا پرې قناعت نه شي کولی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۳۵کلنه زهرا حمیدي د کابل اوسېدونکې ده او وايي، د کورنۍ مالي مدیریت پر غاړه لري او د میاشتې په کمو عوایدو، سپما هم کوي.
هغې وویل: «زه خپله پیسې لګوم او د کور ټول مصارف او لګښتونه پر ما دي. زما مصرف اونیز دی. هره اوونۍ د کور ټول سودا رااخلم او ورځني واړه لګښتونه هم لرم. په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې مصرف کوم. له دې پورته نه، خو د لګښت په ترڅ کې یوه برخه پیسې سپموم او پسانداز کوم.»
په همدې حال کې، تفسیر برکي چې ۲۵کاله عمر لري، د کابل اوسېدونکې ده او د سپما او د مصرف اعتدال د مالي مدیریت د بریا اساسي لامل بولي. هغې وویل چې ډېری وخت د غیر ضروري توکو له پېرلو ډډه کوي.
هغه زیاتوي: «زه باور لرم چې کوچنی پسانداز د لوی راتلونکي سبب کېږي. کله ناکله وړاندیز کوم چې له غیر ضروري پېرونو تېر شو، څو وکولای شو یو څه پیسې وساتو. د سپما لپاره د پېرلو لېست جوړوو څو اضافي شیان وانه خلو. همدارنګه هڅه کوو چې خوراکي توکي د اړتیا په اندازه واخلو څو ضایع نه شي.»
۳۴کلنه فخریه سمندري یوه له کسبګرو مېرمنو څخه ده چې د کره مالي پروګرام په برابرولو سره، د خپلې کورنۍ یوه اندازه درامد سپما کړی دی.
هغه وايي: «د سپما لپاره پلان لرم او تل هڅه کوم چې د خپل عاید یوه برخه وسپمم. که څه هم لږه وي، خو هڅه کوم پیسې یوازې د اړتیاوو لپاره ولګوم. له غیر ضروري پېرنو ډډه کوم، او کله چې پېر کوم، هڅه کوم له تخفیف او د ښه کیفیت لرونکو توکو ګټه واخلم. هغه څه چې اړتیا ورته نه وي، نه یې اخلم.»
که څه هم ښځې د کور د مالي چارو په مدیریت کې فعاله ونډه لري، خو یوشمېر یې د خپلو بېځایه لګښتونو له امله ناخوښي څرګندوي.
حمیده کاظمي د بامیانو اوسېدونکې په دې اړه وايي: «ځینې وخت داسې احساس کوم چې په کور کې یو شمېر مصارف بېځایه دي؛ مثلاً په هغو مېلمستیاوو کې چې ډېر ډول ډول خواړه پکې پخېږي، حال دا چې اړتیا ورته نه وي.»
د بامیان بله اوسېدونکې پروین احمدي وايي: «ځینې وختونه انسان له احساساتي چلند سره مخ کېږي او داسې کار کوي چې وروسته یې پښیماني پرې راځي. مثلاً کله مې چې غالۍ واخیسته، وروسته مې وویل، کاشکې نه وای اخیستې او پر ځای یې مې یو اړین شی اخیستی وای. زه معمولاً د پیسو په مصرف کې احتیاط کوم، ځکه څوک چې خپله عاید لري، ښه پوهېږي چې پیسې باید په کوم ځای کې په سمه توګه ولګوي.»
په دې راپور کې له ۹ نارینهوو سره هم د ښځو د رول په اړه د کورنیو د مالي چارو په مدیریت کې خبرې شوې دي. ټولو د ښځو د مالي مدیریت له کړنو څخه نسبي رضایت څرګند کړی، خو ټینګار یې پر دې کړی چې لا ډېره سپما او د مصرف منظم پلان ته اړتیا ده.
د دایکنډي اوسېدونکی محمدجاني فروغ، وايي چې مېرمن یې د کور د مالي چارو په تنظیم کې مهم رول لري او توانېدلې ده د دقیق پلان له لارې د کور اقتصاد متوازن وساتي.
هغه وايي: «هغه ښځه چې په کور کې فعاله وي او د مالي چارو پر مدیریت تمرکز ولري، بې له شکه د کور د هوساینې او ارامتیا لامل ګرځي. زما مېرمن د اوسني اقتصادي حالت په پام کې نیولو سره د کور ټول مصارف په ښه ډول تنظیموي، او حتی تر څنګ یې یو څه پیسې هم سپموي.»
بلخوا عبدالاحد مصصم، د کابل اوسېدونکی، وايي، کله ناکله د خپلې مېرمنې لهخوا د غیر ضروري توکو پېرل یا بېمشورې پرېکړې د میاشتې په پای کې مالي فشارونه رامنځته کوي.

هغه زیاتوي: «ځینې وخت بېځایه مصرفونه کېږي، لکه د غیرضروري وسایلو پېرل یا د مېلمستیاوو ډېر لګښت. کله کله یو یا څو جوړه جامې بېځایه اخیستل کېږي او لږه ګټه ترې اخیستل کېږي. ستونزه دا ده چې ځینې پرېکړې بېمشورې کېږي یا دقیق پلان نه جوړېږي. کله چې د میاشتې لپاره دقیق پلان نه وي، د میاشتې په پای کې مالي فشار رامنځته کېږي.»
په همدې مهال، اقتصادي کارپوهان باور لري چې د ښځو کار او د هغوی ونډه د کورنیو په اقتصاد کې د پام وړ اغېز لري او کولای شي د ژوند د شرایطو په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي.
اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي وايي، هغه ښځې چې عاید لري، د پیسو په ارزښت ښه پوهېږي او د کور د مالي چارو په مدیریت کې ډېرې بریالۍ وي. هغه ټینګار کوي چې دولت او اړوند بنسټونه باید د ښځو د کار زمینې برابرې کړي، څو د کورنیو اقتصادي بهیر پیاوړی شي.
هغه زیاتوي: «کله چې یوه ښځه عاید ولري، د پیسو په اړه یې لید بدلېږي، ځکه چې د خپل زحمت له لارې یې ترلاسه کړې وي او د هغې ارزښت ښه پېژني. بېځایه لګښت نه کوي. دولت او مؤسسې کولای شي داسې پروګرامونه جوړ کړي چې بېکاره ښځې هم د کور اقتصاد ته داخلې شي، لکه د فني او حرفوي کورسونو جوړول د خیاطۍ، لاسي صنایعو، کورني زراعت یا آنلاین کارونو لپاره، چې ډېر اغېزمن دي. له بلې خوا، باید د ښځو لپاره د کوچنیو پورونو صندوقونه جوړ شي، څو د لږو پیسو په مرسته خپل کار پیل کړي. همدارنګه که د ښځو د تولیداتو د پلور ځانګړي بازارونه جوړ شي، نو ښځې به وکولای شي خپل محصولات مستقیم بازار ته وړاندې کړي.»
په همدې مهال، د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د ښځو مالي خپلواکي نه یوازې د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي، بلکې د هغوی د ځان باور او ټولنیز مقام د لوړوالي سبب هم ګرځي.
هما رجبي، د ښځو د حقونو فعاله، په دې اړه وايي: «اوس مهال ډېری ښځې بېکاره دي. دلته اړینه ده چې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه او مؤسسې د لنډمهالو او اوږدمهالو پروژو د پلي کولو لپاره کار وکړي، لکه د خیاطۍ، سواد زده کړې او د پخلي روزنیز پروګرامونه. دا هغه برخې دي چې هم با سواده او هم بېسواده ښځې پکې اغېزمن رول لوبولی شي او د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره عاید تر لاسه کړي. مؤسسې او اړوند بنسټونه باید په دې برخه کې ډېر تمرکز وکړي، خو له بده مرغه، په افغانستان کې دا ډول فرصتونه ډېر محدود دي.»
بلخوا، عبدالرحمن حبیب، د اقتصاد وزارت ویاند، سلام وطندار ته ویلي چې دغه وزارت د بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو د ترویج لپاره پراخ پروګرامونه په لاسو کې لري.
هغه زیاتوي: «د اقتصاد وزارت د دولتي او خصوصي سکتورونو په همکارۍ هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو لکه ښوونه او روزنه، بانکي خدمات، کرنه او نورو تولیدي فعالیتونو کې اقتصادي پروګرامونه پلي کړي. دا وزارت د وړو کاروبارونو د ملاتړ، لاسي صنایعو د پراختیا، مسلکي زده کړو د لوړولو او د کرنیزو او صنعتي تولیداتو د دوام لپاره مشخص پلانونه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د ښځو څانګې د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۲۴مه اعلان کړی و چې د امارت اسلامي د بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له هر لسو ښځو، اته یې له زدهکړې او کار کولو بېبرخې شوې دي.