Asset 1SWN

شمالي‌کوریا کروز توغندي ازمویلي

north-korea-launches-intercontinental-ballistic-missile

شمالي‌کوریا ویلي چې څو کروز توغندي یې د خپلو ستراتیژیکو بریدیزو وسلو د وړتیا ارزونې او د هېواد د پوځي ځواک ښودلو لپاره د «دښمنانو» پر وړاندې ازمویلي دي.

دا ازموینې په داسې حال کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سوېلي‌‌کوریا ته د سفر په درشل کې دی.

د شمالي‌کوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې توغندي یې پرون سه‌شنبه، اکتوبر ۲۸مه د زېړ سمندر په سطحه ویشتلي او له دوو ساعتونو ډېر الوت وروسته په ټاکلو اهدافو لګېدلې دي.

 د شمالي‌کوریا لوړپوړي پوځي چارواکی پاک‌جونګ چون چې د آزموینې څارنه یې کوله، ویلي چې هېواد یې هڅه کوي اتومي وړتیاوې د جګړې د مخنیوي لپاره پیاوړې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړې: «زموږ دنده دا ده چې د اتومي ځواک حالت په پرله‌پسې ډول پیاوړی وساتو.»

پیونګ‌یانګ په تیرو کلونو کې د نړیوالو بندیزونو او د وسلو د برنامې په اړه محدودیتونه رد کړي او ویلي یې دي چې د اتومي ځواک پراختیا د شمالي‌کوریا د دفاع لپاره ضروري ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام