په نیوزیلنډ کې د عامه برخې شاوخوا ۱۰۰زره کارکوونکو نن پنجشنبه، اکتوبر ۲۳مه، د خپلو معاشونو د لوړولو او د عامه خدمتونو د ښهکولو لپاره لاریون کړی دی.
په دې کمساري اعتراض کې چې ښوونکو، نرسانو، ډاکټرانو، اوروژونکو او اداري کارکوونکو برخه اخیستې، د هېواد د منځلارې ښي لوري حکومت پر وړاندې د نارضایتۍ څرګندونه ګڼل کېږي.
اعتراضکوونکو په بېلابېلو ښارونو کې د شعارونو او بڼرونو سره لاریونونه وکړل او د عامه خدماتو د وضعیت د ښهوالي غوښتنه یې وکړه.
په ویلینګټن او کرایسټچرچ ښارونو کې د خرابو موسمي حالاتو له امله پلان شوي لاریونونه لغوه شوي، خو په نورو ښارونو لکه اکلېنډ او هیملټن کې پراخ لاریون لاهم روان دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اعتصاب له امله ګڼ ښوونځي وتړل شول، روغتیايي خدمتونه ګډوډ شوي او د اوروژنې ځینې برخې له محدودو امکاناتو سره دوام لري.
د کارګرانو اتحادیو خبرداری ورکړی، که حکومت د معاشونو د زیاتوالي، د کار د شرایطو د ښهکولو او د عامه سکتور د بودیجې د پراخولو ژمنه ونه کړي، نو دا به یوازې د اعتراضي خوځښت پیل وي.
د نیوزیلنډ حکومت ویلي چې د خبرو له لارې د ستونزو حل ته ژمن دی، خو د بودیجې محدودیتونه باید په پام کې ونیول شي.