Asset 1SWN

لوګر کې ۲۴ کسان له بند ازاد او د ۲۹نورو د بند موده راکمه شوې

44f93d14-19a0-48da-b65f-0a27febc0c75

د لوګر د استیناف محکمي مسوولان وایي چې د ا.ا د مشر د فرمان له مخې، د لوګر له زندان څخه د دوو ښځو په ګډون ۲۴ کسان ازاد او د ۵ ښځو په ګډون د ۲۹ زندانیانو د موده راکمه شوې ده.

د دغه ولایت د استنیاف محکمي ریيس شیخ محمدګلاب فاروقي په دې اړه جوړه شوې یوې غونډې ته وویل، یاد کسان د ا.ا د مشرتابه د ځانګري فرمان له مخې ازاد شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، په ازادو شویو زندانیانو کې دوه میرمنې هم شاملې دي.

بل‌خوا د لوګر امنیه قومنداني د زندان مدیر ملا رحمت‌الله عمري وویل، اوس مهال د لوګر ولایت په زندان کې شاوخوا ۱۹۰ تنه زندانیان چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي د بند شپې او ورځې سباه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام