Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو لومړی وزیر: ماموریت مو لاهم نه‌دی بشپړ شوی

نتنیاهو

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي چې د غزې په تړاو د اوربند له اعلان وروسته، اسراییلو خپل ماموریت بشپړ کړی او ټول برمته شوي یې، بیرته ازاد کړي دي.

نتنیاهو زیاته کړې چې اسراییلو په اوو جبهو کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره جګړه کړې، خو ټینګار یې وکړ چې ماموریت لاهم بشپړ شوی نه‌دی. نوموړي زیاته کړه چې حکومت یې ژمن دی د ټولو وژل شویو بندیانو جسدونه د غزې څخه بیرته راولېږدوي.

هغه په خپلو څرګندونو کې وویل که د جګړې د درولو لپاره یې پخوانیو غوښتنو ته غاړه ایښې وای، جګړه به د حماس په ګټه پای ته رسېدلې وه، خو په وینا یې، د فشار له امله یې حماس دې توافق ته اړ کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نتنیاهو د دولت لاسته ‌راوړنې هم روښانه کړه: «اسراییل اوس د غزې ټولې تګلارې او گذرګاوې کنټرولوي او د حماس پوځي زیرساختونه یې له منځه وړي. نوموړي وویل چې د حماس ځواک او ددې ډلې دولتي توان به زوال ومومي.»

همدارنګه، لومړي وزیر څرګنده کړه چې اسراییل د ایران او د هغوی نیابتي ځواکونو د موجودیت ګواښونه له‌منځه وړي او په دې لړ کې یې تر سوریې د جبل‌الشیخ پورې او د تهران اسمان ته هم رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړه چې د اسراییل په مشرۍ یې د حماس د تکیې محور چې د ایران ملاتړ لري، له‌منځه وړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام