Asset 1SWN

سلام وطندار

نوزاد کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي

1000286169

د هلمند امنيه قومنداني د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مديريت مسوولانو له لوري نوزاد ولسوالي کې ۸۳۸ کيلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي.

د امنیه قومنداني د مطبوعاتو امر ملا عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وویل: «څلورو تنو په دوو عرادو سراچو او يوه عراده لنډګروزر موټرو کي ۶۸۴ کيلوګرامه سود او ۱۵۴کيلوګرامه اېف نشه‌يي مواد بار کړي و او غوښتل يې غور څخه یې د هلمند نوزاد ولسوالي ته ولیږدوي. د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو په اساس ياد کسان د نشه‌یي توکو سره یوځای ونيول شول.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نيول شوي کسان اوس د امنیتي ځواکونو تر پلټنو لاندي دي چې تر بشپړو څېړنو وروسته به اړوند عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

د يادونې وړ ده چي څو ورځې وړاندې د ياد مدیریت مسوولانو له لوري شاوخوا ۱۲ ټنه نیول شوي نشه‌يي توکي په بشپړ ډول سره سوځول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام