Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د ناروې په مالي ملاتړ پراختیایي پروژې پلې کېږي

میدان‌وردګ

د میدان‌وردګ والي ملاخیراالله خیرخواه د دغه ولایت مقام کې د ناروې اړوند «NEA» ادارې له مشرې انې کترین سره لیدلي او د یادې لېدنې په ترڅ کې د یادې ادارې مشرې ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې به یوشمېر پراختیايي پروژې پيل کړي.

کترین همدار وویل،«موږ په دغه ولایت کې د سیداباد او جلریز ولسوالیو کې  د ذخیره وي بندونو، شنو خونو د جوړولو، د پاکو اوبو رسولو او بیوزله کسانو ته د مرستو رسولو په برخو کې پنځه کلنې پروژې لرو، چې د ولایتي مسؤلینو په همکارۍ به پلې کیږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د میدان‌وردګ والي ملاخیرالله خیرخواه د یادې ادارې مسوولانو سره په لیدنه کې وویل، میدان‌وردګ د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي او اړتیا چې په دغه ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د پراختیا او د اوبو مدیریت برخه کې پروژې پلي شي.

نوموړي همدارنګه وویل، میدان‌وردګ کې مهال د پراختیایي پروژو عملي کېدو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او په ټولو چارو کې به ورسره ولایتي اداره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام