Asset 1SWN

سلام وطندار

مجاهد: د پاکستان پرضد د بریدکوونکو ډلو ملاتړ به نه‌کېږي

ذبیح‌الله مجاهد 54

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد  نن یک‌شنبه (د تلې۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت او پاکستان د استازیو ترمنځ خبرې د دوه اړخیز تړون په لاسلیکېدو سره پای ته رسېدلې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو هېوادونو د بشپړ اوربند، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ټینګار کړی دی.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې دواړو خواوو پرېکړه کړې چې یو پر بل به هېڅ ډول دښمنانه اقدام نه کوي. نوموړي ویلي، په خبرو کې هوکړه شوې چې له هغو ډلو سره به ملاتړ نه کېږي چې د پاکستان پر دولت بریدونه کوي.

همدارنګه، دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او بنسټونو به هېڅ ډول برید نه کېږي.

په دې تړون کې د اختلافاتو د حل یوازینۍ لاره خبرې بلل شوي او دواړه هېوادونه موافق شوي چې د متقابل اعتماد په فضا کې د سولې او د سیمې د ثبات لپاره ګډ کار وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مجاهد همدارنګه ویلي چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو ګډ میکانیزم به جوړېږي، څو د تړون د عملي‌کېدو څارنه وکړي او د دواړو لورو ادعاوې وڅېړي. اسلامي امارت د دې دوه هېوادونو له هڅو او منځګړیتوب څخه مننه کړې ده.

یادې خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې وشوې.

بل‌‌خوا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف پر خپله اېکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې دواړه خواوې د اوربند او د یو بل د خاورې د درناوي په اړه موافقې ته رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان او اسلامي امارت استازي به د جزئیاتو د بحث لپاره د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې یو ځل بیا سره وویني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام