د پروان د امنیه قومنداني چارواکي وايي، د دغه قومنداني د ترهګرۍ ضد مدیریت ځواکونو په تېرو درې میاشتو کې د ولایت له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه ډوله بېلابېل مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د پروان د امنیې قومنداني ویاند فضلالرحیم مسکینیار ویلي چې کشف شوې مهماتو کې ۹ د ټانک ضد ماینونه، ۲۴ د افرادو ضد ماینونه، ۲ لاسي بمونه، ۳۳ د هاوان مرمۍ، ۴ د راکټ مرمۍ، ۶ د ۸۸مېلیمتره مرمۍ او لسګونه د ټانک ضد او پیکا مرمۍ شاملې دي چې د «دایاک» ریاست مرستیال ته وسپارل شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې هڅې لاهم روانې دي، څو د پروان له بېلابېلو سیمو څخه پاتې ناقانوني وسلې او مهمات راټول شي، څو د هر ډول احتمالي ګواښ مخه ونیول شي.