يوې باوري سرچینې سلاموطندار ته تایید کړې چې د سالنګ لويه لاره به تر بلې خبرتيا پورې ونهتړل شي او ښاريان کولای شي له دې لارې په ډاډه زړه تګراتګ وکړي.
سرچینې «سلاموطندار» سره په خبرو کې وويل، د ټولګټو وزارت هغه پخوانۍ پرېکړه چې د تلې ۲۶مه څخه د لړم تر شپږمې پورې د ترميماتو په موخه د سالنګ د لارې د تړلو په اړه نيول شوې وه، د ځينو تخنيکي او اداري دلايلو له امله ځنډول شوې ده.
وړاندې ویل شوي چې دغه لویه لاره به په یاده موده کې تړلې وي او د تګراتګ لپاره بدیله لاره هم ورته ټاکل شوې وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سرچينې زياته کړه چې دامهال د سالنګ لويه لاره خلاصه ده او که په دغه پرېکړه کې بدلون راشي، نو د ټولګټو وزارت به د رسمي خبرپاڼې له لارې خلکو ته خبر ورکړي.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو او حياتي لارو څخه ده چې پلازمېنه کابل د شمالي ولايتونو سره نښلوي، او د هغې بندېدل معمولاً د شمال او سوېل ترمنځ د تګراتګ او سوداګرۍ پر بهير پراخ اغېز لري.