د غزني محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه پروژې چې درې سړکونه پهکې شامل دي، د نړېوال بانک په مالي لګښت د درې مياشتو په موده کې جوړ شوي او په رسمي توګه پرانيستل شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني ښاروالي د تخنيکي سکتور امر فضل احمدمدني وايي، د «خواجه بقال» په سيمه کې د درې سړکونو د جوړولو کار د ۹۰۰ مترو په اوږدوالی او ۶ مترو په پلنوالي، د لس ميليونو افغانیو په لګښت بشپړ شوی او د ګټېاخيستنې لپاره سپارل شوی دی.
د دغو سړکونو د جوړېدو په بهیر کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او له بشپړېدو سره يې له درې سوه زياتې کورنۍ د ښار له مرکزي برخې سره ونښلول شوې.