Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: پوتین جګړه ختمول غواړي؛ زېلېنسکي: چمتو نه‌دی

trump-putin-zelenskyy-2-gty-gmh-250219_1739987497542_hpMain_16x9_1600

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه، اکتوبر ۱۷مه د اوکراین له ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي سره د سپینې‌ماڼۍ په ناسته کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو زېلېنسکي په ځواب کې څرګنده کړه چې پوتین لا د سولې لپاره چمتو نه دی.

ټرمپ وویل هیله‌من دی چې دا جګړه د اوکراین له لوري د «تاماهاوک» توغندیو د کارونې پرته پای ته ورسېږي. نوموړي د روسیې د خاورې په ژورو برخو کې د بریدونو پراخول د «تشدید نښه» وبلله او زیاته یې کړه چې د دې موضوع په اړه به له زېلېنسکي سره خبرې وکړي.

زېلېنسکي د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې د غزې له اوربند وروسته، اوس د امریکا ولسمشر «ځواک» لري چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل: «بلې، موږ یې کولای شو» او د پوتین د قناعت لپاره یې خپل ډاډ څرګند کړ.»

هغه همداراز د یو درې‌ اړخیزې غونډې د احتمال یادونه وکړه چې په‌کې زېلېنسکي او پوتین دواړو ګډون کړی وو. د لیدنې پرمهال ټرمپ د زېلېنسکي ستاینه وکړه او هغه یې «پیاوړی مشر» وباله چې د ګڼو ننګونو له لارې تېر شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام