Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان بریدونه؛ سپین‌بولدک کې ۲۰زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

WhatsApp Image 2025-10-16 at 22.16.44_6c02139b

کندهار کې پېښو ته د رسېدنې رییس عبدالسلام عمري وایي، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک په جګړه کې شاوخوا شل زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د هغه په وینا، د پاکستان له لوري شوې ړندې بمبارۍ نه یوازې خلکو ته دروند زیان اړولی، بلکې د سپین‌بولدک ګڼې سیمې یې ویجاړې کړې دي.

د ده د معلوماتو له مخې په جګړه کې ۳۰ کورونه په بشپړ ډول او ۵۰ نور په نیمه توګه ویجاړ شوي.  ترڅنګ یې ۶۰ هټۍ او لس د موټرو پلورنځي هم زیانمن شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل چې بې‌ځایه شوې کورنۍ دامهال د کندهار ښار او نږدې ولسوالیو ته پناه وړې او مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

په دې سیمه کې د پاکستان د شویو بریدونو له امله شاوخوا ۴۰ کسان شهیدان او څه باندې ۱۷۰ نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام