Asset 1SWN

سلام وطندار

د سپین‌بولدک دروازه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانېستل شوه

مرز-سپین_بولدک_چمن-qdevdj9an7wkxnht09zb1a7r1rtrot9tbb2eriruyw

باوري سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک یوه فرعي دروازه نن د جمعې پر ورځ د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په موخه د لنډمهال لپاره پرانېستل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا دروازه نږدې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان له لوري هغه مهال وتړل شوه چې د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه وشول.

سرچینې زیاتوي چې له نن سهار راهیسې د سپین‌بولدک له لارې د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو راتګ پیل شوی، خو لاهم د سوداګریزو مالونو د لېږد او رالېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.

د سپین بولدک دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو او تګ‌راتګ له لارو شمېرل کېږي. دا دروازه له دې وړاندې هم څو ځله د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي او امنیتي کړکېچونو له امله تړل شوې ده.

پاکستاني چارواکو تراوسه د دې وروستۍ پرانیستې دایمي یا موقتي حالت په اړه رسمي څرګندونې نه‌ دي کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام