د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل په کنیست کې د وینا پرمهال یوشمېر کسانو اعتراض وکړ او د هغه وینا یې، د څو شېبو لپاره وځنډوله.
د اسراییلو پارلمان یا کنیست امنیتي چارواکو له دې اعتراض سره سم، یاد کسان ونیول او له مجلس څخه یې واېستل.
د راپورونو له مخې، اعتراض کوونکو د ټرمپ د سیاستونو پر ځینو کړنو نیوکه کوله. پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې په کنيست کې د ټرمپ د خبرو پرمهال د ګډونوالو ځینې شعارونه او بینرونه د امنیتي ځواکونو له لوري واخیستل شول او دغه کسان یې، له مجلس واېستل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پېښه ښيي چې د ټرمپ د حضور پرمهال په اسراییل کې هم ځینې خلک د هغه کړنو او دریځونو پر ضد قوي نظرونه لري.