Asset 1SWN

سلام وطندار

مصر کې نن د غزې په اړه غونډه جوړیږي

12int-qatar-crash-1-tplw-articleLarge

د مصر په شرم الشیخ ښار کې نن د غزې په اړه غونډه ترسره کیږي.

د راپورونو پر اساس، د نړۍ له شلو د زیاتو هیوادونو مشران نن دوشنبه د مصر په «شرم الشیخ» ښار کې هغه غونډه کې ګډون وکړي چې غزه کې د جګړې پایته رسولو په موخه جوړیږي.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي به د «شرم الشیخ» د غونډې چې هغه یې د سولې سرمشریزه بللې، مشري وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خبرپاڼې له مخې، د دغې سرمشریزې موخه، غزه کې د جګړې پایته رسول او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره د هڅو پیاوړي کول دي.

دې سره د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې غزه کې د اوربند هوکړې له مخې به حماس او اسراییل نن یو د بل یرغمل شوي تبادله کړي.

د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې تر څو ساعتونو پورې ۲۰ اسراییلي یرغمل شوي د نژدې دوه زره فلسطیني یرغمل شویو په بدل کې خوشې شي.

د امریکا ولسمشر له لوري غزه کې د اوربند وړاندیز شوې طرحه له دوو کلونو جګړو وروسته د تېرې جمعې په ورځ عملي شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام