د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د شخړو حلکولو کې ښه مهارت لري او هڅه کوي د افغانستان او پاکستان جګړه هم حل کړي.
هغه اسراییل او مصر سفر ته له سفر مخکې خبریالانو سره خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې شخړې ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا مسله به هم حل کړي.
هغه ادعا وکړه چې دا به اتمه جګړه وي چې دی یې پایته رسوي.
ټرمپ وویل: «خبر شوم چې د پاکستان او افغانستان تر منځ هم جګړه شوې، خو زه اوس د یوې بلې جګړې حل ته روان يم، باید انتظار وکړم چې بیرته را وګرځم. زه د سولې راوستلو کې ښه بلد يم.»
د یادونې ده چې د اسلامي امارت وسلهوال پوځ وړمه شپه وروسته له هغې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځ عملیات وکړل چې پاکستان د تېرې جمعې په شپه پر کابل ښار او پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونو د وړمې شپې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
هغه تېره ورځ (یکشنبه، میزان ۲۰) کابل کې یوې غونډې ته وویل، دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ۲۵ پوستې هم نیول شوي او د هغوی ګڼ شمېر پوځي مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې جګړه کې د اسلامي امارت ۹ سرتیرو ژوند بایللی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
پر ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستان د اسلامي امارت له بریدونو وروسته، پاکستان سره د تورخم او سپینبولدک په شمول ټولې لارې هم تړل شوي.