پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت اورکزۍ ایجنسۍ کې د وسلهوال برید پرمهال د پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ سرتېري وژل شوي.
د پاکستان پوځ نن (چهارشنبه، میزان ۱۶) یوه بیان کې ویلي، سرتېري یې تېره شپه د وسلهوالو پر وړاندې په عملیاتو بوخت وو چې برید پرې وشو.
دغه برید کې دوه پاکستاني افسران او ۹ سرتیري وژل شوي.
بیان کې ویل شوي چې د ترهګرو پر ضد جګړه کې ۱۹ وسلهوال هم وژل شوي او پیل شوي عملیات به یې روان وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، روان ۲۰۲۵ کال کې په ټولیز ډول په تاوتریخوالي کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد مرکز شمېرې ښيي چې د تاوتریخوالي په ۳۲۹ پیښو کې چې ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات هم پکې شامل دي، لږ تر لږه ۹۰۱ کسان وژل شوي او ۵۹۹ نور ټپیان دي چې پهکې ملکي وګړي، امنیتي ځواکونه او وسلهوال شامل دي.
خیبر پښتونخوا تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه ښوول شوې او ورپسې بلوچستان دی.