Asset 1SWN

هرات کې لسګونه میله وسلې او پوځي مهمات نیول شوي

IMG-20251008-WA0003

د هرات د امنیې قومنداني چارواکي وايي، د ترورېزم ضد مدیریت د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه میله وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.

د امنیې قومنداني د ترورېزم ضد مدیر عبدالکریم حق‌نما ویلي، دا وسلې د روان لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې نیول شوې دي.

د ده په وینا، د کشف شویو وسلو په ډله کې ۱۴ میله کلاشینکوف، ۶۴ میله توپانچې، ۸ میله د ښکار وسلې، ۳ میله بالازن، یوه میله پیکا او یوه میله پاپشه شاملې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حق‌نما زیاته کړې چې د دغو وسلو ترڅنګ ۸۱ لاسي بمونه، ۲۸۰۰ فیره د پیکا مرمۍ، ۲۰۰ فیر د بالازن مرمۍ، یوه عینک، څلور پرچې، ۱۲ مخابرې، یو د ټانک ضد ماین او نهه د راکټ سرګولولې هم ترلاسه شوې دي.

همدارنګه، شپږ د بدن د تلاشي دستګاوې، ۱۶ د پولیس ضد اشوب وسایل، دوه روسي مخابرې او څو نور تجهیزات هم شامل دي.

د ترورېزم ضد مدیریت مسؤول وایي، ټولې نیول شوې وسلې او تجهیزات د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د دایاک دفتر ته سپارل شوي دي.

چارواکي وايي، په دې تړاو یې یوشمېر کسان هم نیولي او د هغوی دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام