د ترکیې حکومت د نړیوالو بندیزونو په لړ کې د ایران د اتومي پروګرام اړوند شتمنۍ کنګل کړې دي.
د ترکیې دولت د نړیوالو بندیزونو په چوکاټ کې د ایران د اتومي پروګرام له اړوندو ۲۰ کسانو او ۱۸ بنسټونو شتمنۍ چې پهکې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان هم شامل دی، کنګل کړي دي.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اجرائیوي فرمان سره، د هغو افرادو او بنسټونو شتمنۍ چې د ایران د اتومي پروګرام په برخه کې د انرژۍ، څېړنو او کښتیو په سکتورونو کې فعال وو، کنګل شوې دي.
همداراز د ایران د اتومي انرژۍ سازمان، یوشمېر بانکونه او په سوند او اتومي انرژۍ کې فعال شرکتونه د ترکیې د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اردوغان دغه فرمان د هغو نړیوالو بندیزونو د دوام برخه ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا لهخوا د ایران پر وړاندې د ۲۰۱۵کال تر هوکړې پورې لګول شوي وو.
ترکیه چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، په ۲۰۲۴کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو تبادلو کچه له ۵.۶ میلیارده ډالرو اوښتې وه، خو اټکل کېږي چې د نړیوالو بندیزونو له عملي کېدو سره به دا کچه د روان کال په وروستیو میاشتو کې راکمه شي.