Asset 1SWN

سلام وطندار

خلیلزاد د اسلامي امارت له‌لوري د امریکايي وګړي خوشې کېدل مثبت ګام بللی

زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د اسلامي امارت له بند څخه د امریکايي وګړي ازادېدل یو مثبت ګام دی.

هغه نن (دوشنبه، میزان ۷) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت له بند څخه د امریکايي وګړي امیر امیري له خوشې کېدو هرکلی کوي او دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه‌والي کې یو مهم او مثبت ګام دی.

خلیل‌زاد هیله څرګنده کړې چې د نورو امریکايي زندانیانو مسله هم په ښه توګه حل شي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره شپه د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر سره لیدنه کې وویل، د امیر امیري په نوم یو امریکايي وګړی یې له بند څخه ازاد کړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ویلي، د اسلامي امارت دغه ګام ښيي چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.

د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر هم د یاد امريکايي وګړي د خلاصون له پرېکړې هرکلی کړی او دا يې ښه شېبه بللې.

هغه هيله څرګنده کړه چې اسلامي امارت سره په پاتې مواردو هم خبرې دوام پيدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام