د سمنګان محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په مرکز ایبک ښار کې د کیکبوکسینګ سیالي د هېواد د اوو ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
دغه سیالي پرون (جمعه، تلې څلورمه) د شمال او شمالختیځ ولایتونو ورزشکارانو پهکې ګډون کړی وو.
د سمنګان د بدني روزنې او ورزش امر، تاجمحمد خداداد وویل چې په دې سیالیو کې د بلخ، کندوز، تخار، بغلان، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خداداد د دې سیالیو له لارې د کیکبوکسینګ ورزش ته وده ورکول، په ځوانانو کې هڅونه رامنځته کول او د خلکو ترمنځ د یووالي، متقابلې مننې او ورورولۍ بنسټونه پیاوړي کول ښودل شوي دي.
د بلخ ورزشکارانو د لوړ امتیاز په ترلاسه کولو سره د دې سیالیو اتلولي وګټله. د مسوولانو په وینا، دا لومړی ځل دی چې د کیکبوکسینګ سیالي په سمنګان کې ترسره کېږي.