د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت ۴۰۰ ځوانان د اسلامي امارت د دفاع وزارت د منظورۍ پربنسټ، د اسلامي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لتون، نن شنبه د تلې پنځمه «سلاموطندار» ته وویل چې یاد ځوانان به د لومړنیو پړاونو په بشپړولو سره د پنجشیر د جلب او جذب قومندانۍ لهخوا د پنځه میاشتنۍ نظامي روزنې لپاره د اسلامي اردو ښوونیز مرکز ته ولېږدول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لتون ټینګار وکړ چې دا ۴۰۰ ځوانان به د روزنیز پروګرام بشپړولو وروسته د دفاع وزارت په جزوتامونو کې دندې ترسره کړي.
له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د مشر د هدایت او حکم پربنسټ، د دې ولایت ۱۵۰۰ څخه زیات ځوانان د اردو او پولیسو په لیکو کې جذب شوي وو.