Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښه؛ ۷ کسان مړه شوي او دوه ټپيان دي

ټرافیکي پېښه

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د سیداباد ولسوالي په «لوړې» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله بس او کرولا ډوله موټر ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ شاوخوا ۲بجې رامنځته شوې چې په پایله کې د یوې مېرمن په ګډون ۷ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه، ټپيان د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسرار وایي، پېښه د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د کابل-کندهار په لویه لاره ټرافیکي پېښې د پآم وړ زیاتې شوي دي او مسؤولین هم لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام