Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې په نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو یوه خصوصي روغتون په فعالیت پیل وکړ 

20250918_114950

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د «نوي ژوند» په نوم یوه روغتون په فعالیت پیل وکړ.

د مور او ماشوم د ځانګړو خوندي خدمتونو ترڅنګ به دا مرکز په داخله برخه کې هم ناروغانو ته درملیز خدمتونه وړاندې کړي. مسوولان وايي، د روغتون ۹۰سلنه پرسونل به ښځینه وي، څو مېرمنو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

میرویس پوپل چې د روغتون  بنسټګر دی، وايي: «له کلونو راهیسې د هلمند خلک د مور او ماشوم د درملنې لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ وو. اوس دغه معیاري روغتون د دغو ستونزو د حل یوه عملي لاره ده.»

په ورته مهال هلمند کې د یوه خصوصي انستیتوت بنسټګر دی، ډاکټر محمدویس د دغې پانګونې د اړتیا او ارزښت په اړه وویل:  «دغه روغتون د عامې روغتیا په برخه کې د یوې مهمې تشې ډکولو لپاره جوړ شوی دی. زموږ موخه دا ده چې د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره معیاري او عصري خدمتونه وړاندې کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا دیني عالمانو هم په دې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړ. مولوي ذاکر وویل: «د خصوصي سکټور دغه ډول پانګونې یوازې د خلکو د ژوند ژغورنه نه کوي، بلکې د ټولنې د روغتیایي پوهاوي کچه هم لوړوي. دا د اوسني حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.»

په ورته مهال د یاد روغتون جوړېدو ته د هلمند اوسېدونکي اوروغتیاپالان خوښ دي او وايي چې دغه روغتون به د روغتیا برخه کې اغېزمن ثابت شي.

متخصیص  ډاکټر امین‌الله عابد وویل: «مجهز عملیات خونې او د لوړ کیفیت نور تجهیزات په دې مرکز کې برابر شوي، څو د خلکو اړتیاوې په غوره ډول پوره شي.»

د روغتون مسوولان ژمنه کوي چې د لازیاتې پانګونې او خدمتونو پراخولو لپاره به هلې ځلې وکړي، څو د هلمند خلکو ته په ټولو برخو کې معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام