د شماليکوریا مشر کیم جونګ اون وايي چې د وسلو د پرمختللي ټکنالوژۍ او ډرون وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول د یاد هېواد لپاره ستراتیژیک لومړیتوب دی.
د شماليکوریا دولتي خبري اژانسKCNA د راپور له مخې، کیم جونګ اون د پلازمېنې پیونګیانګ په «بېپیلوټه هوايي ټکنالوژۍ کمپلکس» کې د بېلابېلو ډرونونو او څارګرو بېپیلوټه الوتکو د فعالیت ازموینې وڅارلې.
هغه ټینګار کړی چې د عصري ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه د پوځ د پیاوړتیا او د دفاعي ستراتیژۍ د پرمختګ لپاره اړینه ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې ویل شوي چې شماليکوریا غواړي د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ډرونونو په برخه کې خپلې تولیدي او تخنیکي وړتیاوې لوړې کړي او د پوځي عملیاتو لپاره پرمختللي وسایل جوړ کړي.
شنونکي باور لري چې د پیونګ یانګ دغه هڅې د نړیوالو اندېښنو د زیاتېدو لامل کېږي، ځکه د مصنوعي ځیرکتیا او ډرون ټکنالوژۍ یوځای کول د جګړې په ډګر کې د نوي بدلونونو سبب کېدای شي.