Asset 1SWN

د سوریې بهرنیو چارو وزیر له ۲۵کلونو وروسته امریکا ته سفر کوي

2b5ea4e2-baff-4467-afe8-e2d69d997a7a_16x9_1200x676

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني به روانه اوونۍ په واشنګټن کې له یوشمېر امریکایي سناتورانو او چارواکو سره وویني او د متحده ایالاتو د بندیزونو د لغوه‌کېدو په اړه به خبرې وکړي.

دا د تېرو ۲۵ کلونو پرمهال د سوریې لومړی د بهرنیو چارو وزیر دی چې امریکا ته سفر کوي.

د راپور له مخې، الشیباني به د پنجشنبې په ورځ له سناتور لیندسي ګراهام او نورو سناتورانو سره هم وګوري. ټاکل شوې د دغو خبرو اصلي تمرکز پر هغو بندیزونو وي چې د «سزار قانون» په ګډون د بیلابېلو قوانینو له مخې پر سوریه لګول شوي دي.

اکسیوس زیاتوي چې نوموړی به سبا د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم وګوري. سناتور ګراهام ویلي، د بندیزونو د لغوه کېدو ملاتړ به هغه وخت وکړي، که سوریه د اسراییلو سره د امنیتي تړون پر لور رسمي ګام واخلي او د داعش ضد ائتلاف سره یوځای شي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د سوریې ولسمشر احمدالشرع اعلان کړی، ښايي د اسراییلو سره امنیتي خبرې په نږدې راتلونکې کې یوې پایلې ته ورسېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دمشق چارواکي وایي، دا تړون به د اسراییلي هوايي بریدونو د درولو او د دې هېواد د ځواکونو له سوېلي سیمو د وتلو په ګډون، اړوند موضوعات ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه د دې سفر په اړه څه نه‌دي ویلي.

بل‌خوا رویټرز راپور ورکړی چې واشنګټن پر دمشق فشار زیات کړی، څو د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ تر غونډې مخکې له اسراییلو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام