Asset 1SWN

خوست کې ۷ روغتیایي مرکزونه د شفري نسخو له امله تړل شوي

ثق

د خوست د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولانو له لوري ۷ روغتيايي مرکزونه د شفري نسخو ليکلو له امله تړل شوي.

د خوست ولايت مقام نن (چهارشنبه، سنبله ۲۶) یوه خبرپانه کې ويلي، یاد روغتيايي مرکزونه د ښار په دویمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې له پلټنې او نظارت وروسته تړل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولانو د نظارت په ترڅ کې د روغتیایي مرکزونو مسؤلانو ته د شفري نسخو مخنیوي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو خلکو ته باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې شي.

د يادونې ده چې وړمه ورځ په خوست کې ۸ درملتونونه هم په لوړه بیه د درملو پلورلو له امله تړل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام