Asset 1SWN

سلام وطندار

امنیت شورا د فلسطین خپلواکه دولت جوړېدو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین د خپلواکه دولت د جوړېدو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د راپورونو پر اساس، د امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک په ۱۴۲ مثبتو، ۱۰ منفي او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شوی دی.

امریکا، اسراییل، ارجنټاین، هنګري او ځینو نورو هېوادونو دغه پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړې ده.

دغه پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو له کلنۍ غونډې وړاندې د فلسطین او اسراییل ترمنځ د دوو دولتونو د حل په اړه د ملګرو ملتونو غونډې لپاره لاره هواروي.

دا پرېکړه‌یک د عربي هېوادونو هغه وړاندیز وو چې په بدل کې یې دغه هېوادونه د حماس له لوري پر اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پېښه هم غندي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا داسې مهال دی چې د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ۱۴۲ موافق رایو سره د دغه پرېکړه‌لیک تصویب د فلسطینیانو له مشروع حقونو د نړیوالې ټولنې د پراخ ملاتړ ښکارندويي کوي.

د یادونې ده چې اروپایي پارلمان هم یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې د دغې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

دغه پریکړه‌لیک کې د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو وغوښتل شول چې د دوو دولتونو د حل‌لارې د ترلاسه کولو لپاره د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو غور وکړي.

دغه پرېکړه‌لیک ته ۳۰۵ مثبتې، ۱۵۱ منفي او ۱۲۲ ممتنع رای ورکړل شوي چې په کې د غزې د جګړې د پایته رسولو لپاره د بېړني او تلپاتې اوربند غوښتنه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام