د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۹۳ مسافر مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.
رويټرز خبري اژانس نن (شنبه، سنبله ۲۲) راپور ورکړی چې د پنجشنبې په شپه یوې سترې باروړونکې کښتۍ چې شاوخوا ۵۰۰ کسان په کې سپاره وو، لومړی اور اخیستی او بیا سیند کې ډوبه شوې.
دغه پېښه کې ۱۰۷ مسافرو ژوند بایللی، ۱۴۶ نور نادرکه دي او ۲۰۹ ژغورل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور کې ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ هم د کانګو په شمال کې یوه کښتۍ سیند کې ډوبه شوې چې په کې ۸۶ کسان چې ډېری یې زدهکوونکي دي مړه شوي.
دغه پېښه کې هم څو کسان نادرکه دي چې کره شمېر یې تراوسه نه دی مشخص شوی.
د راپورونو پر اساس، د سمندري ځواکونو او محلي داوطلبانو په همکارۍ د ژغورنې عملیات اوس هم جریان لري.