Asset 1SWN

ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې رول نه‌درلود

سپټمبر ۱۱مه پ۴ېښه بریدونه

ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه د سپټمبر یوولسمې پېښې په تړاو یوه غږیز کلپ کې ویلي، افغانستان دغه پېښه کې هېڅ رول نه‌درلود.

هغه وویل، د سپټمبر یوولسمې بریدونو پلان له افغانستانه بهر طرحه شوی وو او له دغې پېښې د افغانستان اشغال لپاره استفاده وشوه.

د یادونې ده چې نن پنجشنبه د سپټمر ۱۱مه د امریکا د دفاع وزارت د پنټاګون پر ودانۍ او نیویارک کې پر سوداګریزو برجونو د بریدونو ۲۴مې کلیزې سره برابره ده.

د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر په ۱۱مه القاعده شبکې په څو الوتکو سره د امریکا نیویارک ښار کې سوداګریز برجونه په نښه کړل چې پایله کې یې څه باندې ۳ زره کسان ووژل شول.

امریکا د دې برید مسووله القاعده ډله وبلله او هغه مهال د دې ډلې مشر اسامه بن لادن افغانستان کې اوسېده.

امریکا ته د بن‌لادن د ورسپارلو په اړه د اسلامي امارت مخالفت لامل شو چې د متحده ایالتونو د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د نړیوالې ټولنې په ملاتړ افغانستان ته ځواکونه واستوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امریکا د ۲۰۰۱م کال اکټوبر میاشت کې افغانستان کې د القاعدې شبکې د مرکزونو له منځه وړلو په هدف بریدونه پیل کړل او د دغو بریدونو له پیله دوه میاشتې وروسته یې افغانستان کې واکمن حکومت پنځه کلنه دوره پایته ورسوله.

د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ له سقوط وروسته د افغانستان په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیستل شوه او هېواد کې د نړیوالو تر ملاتړ لاندې جمهوري نظام جوړ شو.

د اساسي قانون تدوین، ټاکنې او ټولو ته د ښوونیزو او کاري فرصتونو برابرېدل د تېرو دوو لسیزو مهمې لاسته راوړنې بلل کیږي.

خو ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام په نړېدو سره امریکايي ځواکونه هم له نژدې نژدې دوه لسیزې حضور وروسته، هېواد څخه ووتل.

په ټولنیزو شبکو کې ګڼو امریکايي فعالانو د دغې ورځې یادونه کړې او دغه ورځ یې د امریکا لپاره یوه توره ورځ یاده کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سپټمبر یوولسم برید په تړاو یوه غږیز کلپ کې ویلي، افغانستان دغه پېښه کې هېڅ رول نه‌درلود.

هغه وویل، د سپټمبر یوولسمې بریدونو پلان له افغانستانه بهر طرحه شوی وو او له دغې پېښې د افغانستان اشغال لپاره استفاده وشوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام