Asset 1SWN

د دفاع وزیر ولس ته: هوايي ځواک ستاسو په خدمت کې دی

د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد

د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د هېواد په ختیځ کې د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدنې او د ژغورنې عملیاتو کې د هوايي او پیاده ځواک هڅې ستایلي.

هغه تېره ورځ (چهارشنبه، سنبله ۱۹) په دې تړاو یوې غونډې ته ویلي، د زلزله ځپلو هېوادوالو وضعیت ته د رسېدنې او ژغورلو عملیاتو کې د دغه وزارت بېلا بېلو ټیمونو برخه اخیستې.

د دفاع وزیر د یادو ټیمونو هڅې ستایلي او ویلي، هوايي او پياده ځواکونه د ولس په خدمت کې دي او په هر ډول حالاتو کې به هغوی سره اوږه په اوږه ولاړ وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دفاع وزیر وویل: «زه له ټول پرسونل څخه ځانګړې مننه کوم، کومه میړانه چې تاسو په دغه الهي پیښه کې وښوده زه یې د ستایلو الفاظ نلرم. الله ج دې له تاسو څخه راضي شي، خپل ولس ته ډاډ ورکوم چې زموږ هوايي او پياده ځواکونه ستاسو په خدمت کې دي او په هر ډول حالاتو کې به تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

نوموړي له نورو ارګانونو او سوداګرو هم مننه وکړه چې په دغو سختو حالاتو کې یې د هېوادوالو لاسنیوی وکړ.

د هغه په وینا، د دفاع وزارت مشرتابه له لوري د هیواد په ختیځ زون کې د وروستیو زلزلو له امله د زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورلو په موخه د هوایي ځواک، د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون روغتیایي ټیم پرسونل، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند پرسونل، د یاد وزارت مطبوعاتي ټیم او نور بېلابیل ژغورنکي ټیمونه په تقدیرپاڼو او مادي مکافاتو وستایل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام