د اسټرالیا په سډني ښار کې د سمندر پر غاړه یوه مشکوک لوی نهنګ یوه مېرمن وژلې ده.
د راپورونو له مخې، دې مېرمنې د سډني ساحل کې د سرفبورډ (surfboard) لوبه کوله چې د یوه لوی نهنګ له لوري پرې برید شوی دی.
د پولیسو او ژغورونکو په وینا، پېښه نن شنبه، اګسټ شپږمه رامنځته شوې او د یاد ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولې دي.
دا پېښه د سډني په ساحلي تاریخ کې د نهنګانو دویم مرګونی برید بلل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مخکې له دې ۲۰۲۲ کې د بریتانیا یو ۳۵کلن ښوونکی هم د یوه نهنګ لهخوا وژل شوی و چې دا پېښه ۱۹۶۳کال راهیسې په سډني کې لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.
پولیسو او ژغورونکو د ساحلونو د امنیت لپاره بیړني تدابیر نیولي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې تر بلې خبرتیا ساحلي سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي. د چارواکو په وینا، د پېښې کره جزییات لا تراوسه ناڅرګند دي.