د هېواد په ختیځ کې د سلاموطندار خبریال وايي چې ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې په درهنور او ښېوې ولسوالیو کې ګڼ مالي زیانونه اړولي.
د مالوماتو له مخې، دغې زلزې د ښېوې ولسوالي په «بُډیالۍ» او د درهنور ولسوالي په سُتن، بډیالۍ، شکیالۍ او ګڼو نورو کلیو سلګونه کورونه نړولي، خو ځاني زیان نهلري.
دا داسې مهال دی چې د هېواد په ختیځ کې نن جمعه سهار شاوخوا شپږ بجې بیا زلزله وشوه.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، جلالاباد او شاوخوا سیمې سهار شاوخوا شپږ بجې یو ځل بیا نسبتاً شدیدې زلزلې ولړزولې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له کابل او خوسته هم ګڼو کسانو پر ټولنیزو شبکو لیکلي چې د زلزلې ټکانونه یې احساس کړي.
د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې هم د مالوماتو پر اساس، د کونړ د اسعداباد سویل لوېديځ په ۳۹ کیلومترۍ کې د ریښتر په کچه ۵.۲ درجې زلزله شوې.
دې ادارې د دغې تازه زلزلې د ژوروالي کچه ۹.۱ کیلومتره ښودلې.
تر اوسه مالومه نهده چې دې تازه زلزلې کوم مالي یا ځاني زیان اړولی او کهنه.